بد اقتصاد، جنګ او خپلمنځي شخړو خلک  دی ته مجبوره کړل ترڅو یو ولایت څخه بل ولایت ته کډوال یا مهاجر شی

بد اقتصاد، جنګ او خپلمنځي شخړو خلک  دی ته مجبوره کړل ترڅو یو ولایت څخه بل ولایت ته کډوال یا مهاجر شی

بد اقتصاد، جنګ او خپلمنځي شخړو خلک  دی ته مجبوره کړل ترڅو یو ولایت څخه بل ولایت ته کډوال یا مهاجر شی

تغیر په خپله څیړنه کی دا وموندله چی په افغانستان کی د خلکو بد اقتصاد ، بی روزګاری، جګړی ، خپلمنځي شخړی، او داسی نوری ستونزی وی چی د ولایتو خلک یی دی ته اړ کړل تر څو خپل ټاټوبی پریږدی، او ځان او کورنۍ ته په نامناسب اما تر یو حده امن ځایونو کی  د ژوند کولو چاپیریال برابر کړی

همدارنګه د تغیر پدی څیړنه کی د داسی کسانو اندونه/نظرونه هم پوښتل شوی چی نورو هیوادونو ته د یو لنډ وخت لپاره مهاجر شوی او دوباره خپل وطن ته را ستانه شوی. په هغو ساحو چی بیځایه شوی او بیرته راستانه شوی وګړی اوسیږی، موږ له نژدی تری کتنه وکړه. بدبختانه په دغو کمپونو کی  خلک د خورا ډیرو ستونزو لکه فقر،بیچارګۍ، د تعلیمی چوپړتیاوو، پاکو اوبو او روغتیایی مرکزونو نشتوالی سره لاس او ګریوان دی.  نارینه او ښځینه یی د ورځی فیزیکی کارونو یعنی مزدور کاری کوی ترڅنګ یی ماشومان هم په نامناسبو کارونو لکه موټر ته سورلی پیدا کول ، په کثافتو کی د کباړ پیداکول او بیا خرڅول ، او په داسی نورو شاقه کارونو بوخت وه

همدارنګه دا خلک  د ناچاری ژوند تر څنک له دی هم رنځیدل چی د یو قانونی او مناسب ځای د نشتون له وجهی به یی دلته د پاتی کیدو امکانات کم وی

دوی د دولت له لوری د یو مشخص ځای ټاکل کیدلو تر څنګ دا هیلی درلودی چی موږ ته د کار او زده کړو زمینی برابری شی، د پاکو اوبو لپاره یو مناسب سیستم، او شفاخانه / کلینک راته جوړ شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *