زده کړه د انسان ژوند، کورنۍ، ټولنی او بلا اخره د یو هیواد د پیاوړی اقتصاد او پرمختګ سبب ګرځي.

زده کړه د انسان ژوند، کورنۍ، ټولنی او بلا اخره د یو هیواد د پیاوړی اقتصاد او پرمختګ سبب ګرځي.

زموږه د ګران هیواد افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د څو لسیزو راهیسی د زده کړو بهیر په ټپه ولاړ او یا د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دی، چې زموږ زیات شمیر خویندې او ورونه د زده کړو له بهیر څخه بې برخې پاتې او د خپل راتلونکی لپاره اندیښمن دي.

همدغه ستونزې نړیوالې ټولنې، نړیوالوخیریه موسساتو، او داخلي خیریه بنسټونو په نښه کړئ او د حل لپاره یې نهایې هلې ځلې کړې دي. یادو هڅو اکثریت سیموکې مثبته نتیجه ورکړې او دوي لا پدې هڅو کې دي چې دغو ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره او د یادو زده کړو وروسته ، نورو ښوونځیو ته د شمولییت له لاری خپلوزده کړو ته ادامه ورکړي. تر څو دوي بې علمه پاتی نشي.

اوس مهال نړیوالو  موسساتو  ګڼ شمیر کلیوالي صنفونه د لومړنیو زده کړو لپاره  په لری پرتو سیمو کی جوړ کړي،  تر څو ماشومان له زده کړو سره مینه او علاقه پیدا کړی او د جهل (ناپوهی) مخه تر یوی اندازی ونیول شی.

تغیر مثبت یو له دې ادارو څخه ده چې د لومړنیو زده کړو د بهیر څخه د څارنې او ارزیابې په برخه کی کار کوي. تغیر د دغو بنسټونو د کړنو مثبتې او منفی نقطي دوي ته په ګوته کوي، تر څو وهڅیږي چې مثبتې نقطي لا پیاوړی او د منفی نقاطو د حل لپاره مناسبې لارې چاري برابری کړې. د یادو کلیوالی صنفونو ښیګڼی دا وی چی په ټولو صنفونو کی کتابتونونه موجود، ښوونکو یی تر لیسانس کچی پوری زده کړی درلودی.ښوونکو ته یی په معیارونو برابرد تدریس په برخه سمینارونه ورکول، ترڅو زده کونکو ته په ښه ټوګه تدریس وکړی. زده کونکو ته یی کتابونه، کتابچی، قلمونه او بکسی ورکړی وی، ترڅو دوی د زده کړو لپاره لا وهڅیږی. د یادو ټولګیو د نظارت لپاره شبږ ساحوی کارمندان (دری نارینه او دری ښځینه) په دنده ګمارل شوی وو.

دې ټولګیوځینی نیمګړتیاوی هم درلودی چی ځینی ټولګی د سیلابونو له ګواښ سره مخ وه ، بعضو ساحو کی د څښاک پاکو اوبو شتون نه درلود ، او ښوونکو معاشونه په ټاکلی نیټی سره نه ورکول کیدل. زده کونکو دا هیله هم درلوده چی دوی ته باید د ښونځی مخصوصی جامی ، د لوبو لپاره سامان ورکړل شی. 

یادونه: یادو کلیوالی ټولګیو  پر زده کونکو ډیر مثبته اغیزه کړی وه. دوی په هره برخه کی لکه اسلامیات، پښتو، ریاضی او انګلسی پوهه ترلاسه کړی وه. د خلکو یواځینی غوښتنه همدا وه چی د زده کړو لا ښه والی او پر وړاندی پراته خنډونه زر تر زره حل او  پدی برخه کی ډیر کارونه تر سره شی ترڅو د بی علمی ټغر له هیواد څخه ټول، له بدبختیو خلاص ، او یو سیال افغانستان ولرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *